Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 2)
دې نهې پۀ ورځ يـې اونۀ کړے شئ نو پۀ ژوند کښې چې کله هم عقيقه کول غواړئ، هُم د نهې پۀ ورځ يـې وکړئ چي اوومه ورځ وي ([1])٭ پۀ عقيقه کښې دې يو چيلے يا چيلۍ ذبح کړے شي ٭ بهتره دا ده چې د هلک پۀ عقيقه کښې دوه چيلي او د جينۍ پۀ عقيقه کښې يو چيلۍ ذبح کړے شي، که د دې خيال اونۀ ساتلے شي نو هم پکښې څۀ باک نشته ([2]) ٭ مثلاً که 7 ماشومان وي نو هم يو غټ څاروے د ټولو د عقيقې د پاره قرباني کيدے شي ([3]) ٭ د قربانۍ پۀ غټ څاروي کښې هم د عقيقې حصه شامليدے شي۔
نوټ: د عقيقې پۀ باره کښې د تفصيلي معلوماتو د پاره د شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله عقیقے کے بارے میں سوال جواب ولولئ!
دريم حق: ښۀ تربيت کول
وضاحت: ماشومانو ته اِسلامي تعليمات او اِسلامي اداب ښودل ښۀ تربيت دے۔حديث پاک کښي دي:د پلار دخپل بچي ښۀ تربيت کول د بچي دپاره بهترينه تحفه ده۔ د ماشومانو ښۀ تربيت دې څنګه وکړے شي، پۀ دې باره کښې د معلوماتو د پاره د مکـتبة الـمدينه کتاب تربيتِ اولاد ولولئ!
نن مونږه د اولاد درې حقونه زده کړل، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): د ماشوم ښۀ نوم کيښودل (2): عقيقه کول (3): ښۀ تربيت کول۔