Tauheed Ke Dalail

Book Name:Tauheed Ke Dalail

تعریف اس خدا کی جس نے جہاں بنایا

کیسی زمیں بنائی، کیا آسماں بنایا

پاؤں تلے بچھایا کیا خُوب فرشِ خاکی

اور سر پہ لاجْوَرْدی اِک سائباں بنایا

خوش رنگ اور خوشبو گُل پُھول ہیں کھلائے

اس خاک کے کھنڈر کو کیا گلستاں بنایا

ہر چیز سے ہے تیری کاریگری ٹپکتی

یہ کارخانہ تُونے کب رائیگاں بنایا

بيا لږ غور وکړئ چې پۀ دې دُنيا کښې ټول ژوند پۀ اوبو باندې دے۔ بيا د الله پاک د قدرت نظارې ته وګورئ! پۀ دې دُنيا کښې څومره خلق اوسيږي؟ وئيلے کيږي چې 8 اربه انسانان دي۔ بيا وئيلے کيږي چې پۀ دُنيا کښې چې څومره انسانان دي، د هغې نه پۀ لس چنده زيات ځناور دي۔ د دې مطلب دا شو چې پۀ دُنيا کښې 80 اربه ځناور دي۔ بيا وئيلے کيږي چې پۀ دُنيا کښې چې څومره ځناور دي، د هغې نه لس چنده زياتې مرغۍ دي، ځکه 800 اربه مرغۍ دي او بيا پۀ اربونو، پۀ کهربونو ونې دي، د دې ټولو روزانه اوبۀ پکار وي او د الله پاک شان ته وګورئ چې دې ټولو ته روزانه اوبۀ ورکولے کيږي۔ دُنيا ته د اوبو د راتلو صرف يوه لار ده او هغه ده: باران۔ تاسو به وايئ چې پۀ دُنيا کښې خو کوهيان هم دي، ابشارونه هم دي، دريابونه هم دي۔ خو لږ سوچ وکړئ چې دا ټول څنګه جوړ شوي دي؟ راځئ لږ ځان پرې پوهه کړئ! د دې زمکې تقريباً 67 في صده حصه اوبۀ دي خو هٰغه اوبۀ زمونږه د اِستعمال نۀ دي، هغه د سمندر اوبۀ دي، ډيرې تروې او مالګينې دي۔ خو د خُدائے شان ته وګورئ چې د دې اوبو نه بخارات جوړيږي او دا د اسمان طرف ته ځي۔ د قدرت عجبيه کرشمې ته وګورئ! روزانه پۀ کروړونو ګيلنه اوبۀ بره ځي، پۀ وريځو کښې جمع