Book Name:Tauheed Ke Dalail
پۀ صَفَرُ المُظَفَّر کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طبيعت نا سازه شوے وو خو پۀ دې وجه دې مياشتې ته سپيرۀ نۀ شې وئيلے که داسې وي نو پۀ کومه مياشت کښې چي رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ظاهري وصال شريف وفرمائيلو بيا به هغه ډيره سپيرۀ ګڼلے شي کوم چې سراسر باطله خبره ده۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا خَبِيرُ
څوک چې د نَفسِ اَمَّارَه پۀ لاس کښې ګير وي نو هغۀ دې د يَا خَبِيرُ هره ورځ وظيفه کوي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! نجات به حاصل کړي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد