Book Name:Tauheed Ke Dalail
د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو کمالونو اصل عبادت دے او د اِنسان اصلي عزت هُم د الله پاک پۀ بارګاه کښې پۀ سر ښکته کولو کښې دے، ([1]) پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ تَوَاضَعَ لِلّٰہِ رَفَعَہُ اللہ څوک چې د الله پاک د پاره ښکته شي، الله پاک هغۀ ته اوچت والے عطا کوي۔ ([2]) پۀ 22 سيپاره، سُورَةُ الفَاطِر، آيت: 10 کښې اِرشاد دے:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّةَ فَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ جَمِیْعًاؕ (پارہ:22 ، سورۀ الفاطر:10)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک چې د عزت طلب ګار وي نو ټول عزت هُم الله سره دے۔
د دې آيت پۀ تفسير کښې حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مَنْ کَانَ یُرِیْدُ الْعِزَّۃَ فَلْیَتَعَزَّزْ بِطَاعَۃِ اللہ څوک چې عزت غواړي، هغه دې د الله پاک پۀ اِطاعت کښې طلب کړي يعنې عزت د الله پاک پۀ بندګۍ سره حاصليږي۔ ([3])
وايه تا د رَبّ د پاره څۀ وکړل۔۔۔؟
يو ځل حضرت شيخ شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خلقو ته نصيحت کولو، هغوئي د قيامت د ورځ، د حساب او کتاب وغيره پۀ باره کښې بيان وفرمائيلو، خلقو چې د هغوئي بيان واوريدو نو پۀ چغو چغو پۀ ژړا شو، پۀ دغه وخت کښې حضرت ابو الحسن نُوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ هٰغه ځائے تيريدو، هغوئي وفرمائيل: اے شبلي! د قيامت حساب به ډير اوږد وي، د هغې خُلاصه صرف دا دوه خبرې دي: وه به فرمائيلے شي: (1): مَنْ تُرَا بُوْدَمْ (2): تُو کَرَا بُوْدِی یعنې اے بنده! مونږه خو ستا وو (چې مونږه ستا د پاره هر څۀ جوړ کړه)، اوس تۀ ووايۀ چې تۀ د چا وې۔۔۔؟ تا ژوند