Tauheed Ke Dalail

Book Name:Tauheed Ke Dalail

څوک چې خپل مقصد نۀ پوره کوي هغۀ بے کاره وي

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مونږه د يو مثال پۀ ذريعه پوهه کوي او فرمائي: د دُنيا هر يو څيز د څۀ نا څۀ مقصد د پاره جوړ شوے دے، څوک چې د هغې خلاف دا اِستعمالوي، هغۀ ته ليونے، ديوانه وئيلے شي، څوک چې ټوپۍ پۀ ښپو کوي او پيزار پۀ سر باندې ږدي هغۀ خو هم ليونے دے، دغه شان چې کوم يو څيز خپل مقصد نۀ پوره کوي، هغه بے قيمته او بے کاره وي، که ګړۍ وخت نۀ ښائي نو د غورځولو لائقه ده او که چيلۍ، غوا پۍ وغيره نۀ کوي نو پۀ قصاب باندې خرڅولے شي، بس انسان هم د عبادت د پاره پيدا کرے شوے دے، که د دې مقصد نه خلاف ځي نو ليونے هم دے او بے کاره هم۔

نور فرمائي: که مونږه د خپل ژوند مقصد پوره نۀ کړو نو پوهه شئ چې نمرود کله د خُدايۍ دعویٰ وکړه نو ماشے د هغۀ دماغو ته لاړو او دومره يـې پريشانه کړو چې شپه ورځ به د هغۀ سر پۀ پيزار وهلے کيدو، هٰغه بد بخته خپل دماغ د مقصد خلاف اِستعمال کړۀ، د عبادت کولو پۀ ځائے، [پۀ نورو] د خپل عبادت کولو خواهش مند شو نو کوم پيزار چې پۀ ښپو کولے شي، د ښپو پۀ ځائے د هغۀ سر ته ورسيدو، د چا پۀ سَر کښې چې د عبادت خيال وي  پۀ هغې باندې تاج وي  او د چا پۀ سَر کښې چې د نفس خواهشات  وي، پۀ هغې باندې پيزار وي ۔ ([1])

زِندگی آمد برائے بندگی            زِندگی بے بندگی شرمندگی

وضاحت: دا ژوند مونږ ته د الله پاک د عبادت د پاره ميلاؤ شوے دے او که مونږه عبادت اونۀ کړے شو نو دا ژوند، ژوند نۀ دے بلکې شرمندګي ده۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!     صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... مَواعظ  نعیمیہ،  صفحہ:57-59  خلاصۃً۔