Tauheed Ke Dalail

Book Name:Tauheed Ke Dalail

سمندر کښې اُميد پۀ چا پورې تړل پکار دي ۔۔۔؟

د اهلِ بيتِ پاک د مشهور او معروف شخصيت حضرت اِمامِ جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له يو ځل يو دَهريه (يعنې د خُدائے د وجود نه اِنکاري کَس) راغلو، اِمامِ جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغۀ نه پوښتنه وکړه: آيا تا چرته پۀ سمندر کښې سفر کړے دے؟ اوئې وئيل: آؤ جي! کړے مې دے۔ اوئې فرمائيل: د هغې تفصيل بيان کړه! بيا هٰغه دهريه ووئيل: يوه ورځ د سمندر د سفر پۀ وخت سخته خطرناکه طوفاني سيلۍ راغله، چې له وجهې يـې کشتۍ هم ماته شوه او ماڼکے هم ډوب شو او مړ شو، ما د ماتې شوې کشتۍ يوه تخته ونيوله او د سمندر پۀ طوفاني چپو کښې مې سفر شروع کړو، اخر د سمندري چپو پۀ وجه تخته هم زما د لاس نه خلاصه شوه، بيا ما بے د څۀ اسرې نه  پۀ دومره لوئي سمندر کښې لامبو وهله، اخر د سمندر چپو زۀ غاړې ته راوغورځولم (او زما ژوند بچ شو)۔ پۀ دې وئيلو اِمامِ جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: چې کله تۀ سمندر ته کوز شوې نو ستا پۀ کشتۍ او ماڼکي باندې اعتماد وو چې د دوئي پۀ وجه به زۀ د سمندر نه پورې وځم، بيا چې کله کشتۍ ماته شوه نو ستا د کشتۍ پۀ يوه تخته باندې باور وو چې د دې پۀ ذريعه  به غاړې ته ورسيږم، بيا چې دې هٰغه تخته هم د لاس نه ووتله او تۀ بالکل بے اَسرې پاتې شوې، آيا هٰغه وخت هم ستا د بچ کيدو څۀ طمع وه؟ اوئې وئيل: آؤ جي! زما طمع وه۔ اِمامِ جعفر     رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: هٰغه وخت خو څۀ اَسره  موجود نۀ وه ، هٰغه وخت دې پۀ چا باندې اعتماد وو؟ د چا پۀ باور ستا د بچ کيدو اُميد وو؟ بيا هٰغه کَس خاموشه شو۔ اِمامِ جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: پۀ هٰغه خطرناک حالت کښې هم ستا د نۀ غوښتلو باوجود چې ستا کوم اُميد وو، پۀ کومه هستۍ باندې چې دې باور وو، هغه ته خُدائے وئيلے شي، هغۀ تۀ د ډوبيدو نه بچ کړے يـې۔ د هغوئي د حکمت نه دا ډکه خبره چې يـې واوريدله نو هٰغه کَس کلمه ووئيله او مسلمان شو۔ ([1])


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر، پارہ:1 ، البقرہ، زیرِ آیت:22 ، جلد:1، صفحہ:333۔