Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 3)

Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 3)

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه  (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مور او پلار درې حقونه (قسط: 3) ښودلے شي او د قرض د ادا کیدلو دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک ولولي الله پاک پۀ هغۀ باندې 10 رحمتونه راليږي او د هغۀ پۀ اعمال نامه کښې 10 نيکۍ ليکي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                   صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د مور پلار درې حقونه (قسط:3)

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

وَ وَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْہِ حُسْنًا ؕ وَ  اِنْ جَاھَدٰکَ لِتُشْرِکَ بِیْ  مَا لَیْسَ لَکَ بِہٖ عِلْمٌ  فَلَا تُطِعْہُمَا ؕ

(پارہ:20، سورۀ عنکبوت:8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مونږه (هر) انسان ته خپل مور او پلار سره د ښۀ سلوک تاکيد وکړو، او (اے بنده) که هغوئي پۀ تا کوشش وکړي چې تۀ څوک زما شريک وګرځوې د کوم چې تا ته عِلم نشته نو د هغوئي خبره مۀ منه۔


 

 



[1]... ترمذى، ابواب الوتر، باب فى فضل الصلاة على النبى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، صفحہ:144، حديث:174۔