Book Name:Muhabbat e Ilahi Ka Amali Izhar
حقيقي (يعنې د الله پاک) رضا غواړي، د هغۀ د ديدار خواهش کوي، د هغۀ د قُرب موندلو پۀ ارمان کښې ناقلاره وي، د هغۀ ذِکر کوي او خپل خواهشات پريږدي او د هغۀ د حکم پۀ وړاندې سر ټيټوي۔ ([1])
حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: اُمت پۀ دې خبره باندې متفق دے چې د الله پاک او د هغۀ د رسول صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ محبت فرض دے۔ ([2]) پۀ قُوتُ القُلُوب کښې دي: هر مؤمِن د الله پاک سره محبت کوونکے دے، البته د هر يو محبت د هغۀ د ايمان د پوخ والي مطابق کم او زيات وي۔ ([3])
محبّت میں اپنی گما یااِلٰہی نہ پاؤں میں اپنا پتا یااِلٰہی!
رہوں مست و بےخُود میں تیری وِلا میں پِلا جام ایسا پِلا یااِلٰہی!
مرے دِل سے دُنیا کی چاہت مٹا کر کر اُلْفت میں اپنی فنا یااِلٰہی!
تُو اپنی وِلایت کی خیرات دیدے مرے غوث کا واسطہ یااِلٰہی!
مِراہرعَمَل بس ترے واسطے ہو کر اِخْلاص ایسا عطا یااِلٰہی!([4])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
مسلمانان د الله پاک سره ډير سخت محبت کوي
پۀ 2 سيپاره، سورۀ بقره، آيت: 165 کښې الله پاک فرمائي: