Share this link via
Personality Websites!
شوه نو دومره به يـې ژړل چې الله پاک به (د هغوئي د تسکين د پاره) حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام راليږلو، حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام به عرض کولو: اے اِبراهيمه عَلَیْهِ السَّلَام! (الله پاک فرمائي) آيا تاسو څوک داسې دوست ليدلے دے کوم چې خپل دوست له عذاب ورکوي؟ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې به دا واوريدل نو فرمائيل به يـې: اے جبرائيله! چې کله زۀ خپل ځان ته نظر وکړم نو دا رانه هير شي چې زۀ د الله پاک خليل يم۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! دا دے د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د اَوَّاه صِفت۔ هغوئي د الله پاک نه ډير ويريدونکي، د الله پاک پۀ محبت کښې، د هغۀ پۀ ويره کښې ډير اَسويلي کوونکے وو۔ کاش چې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ وسيله زمونږه هم د الله پاک د ويرې دولت نصيب شي۔
تِرے خوف سے، تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یااِلٰہی!
مِرے اَشْک بہتے رہیں کاش ہر دَم ترے خوف سے یاخُدا یااِلٰہی!
د الله پاک د ويرې نه د ژړيدو فضيلت
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کوم مؤمِن بنده د سترګو نه چې د الله پاک د ويرې پۀ سبب اوښکې راووځي اګر که د مچ د سر برابر وي، بيا هٰغه اوښکې د هغۀ د مخ ظاهري حصې ته راورسي نو الله پاک هٰغه مخ پۀ دوزخ باندې حرام کړي۔ ([2])
جی چاہتا ہے پھوٹ کے روؤُں ترے ڈر سے
اللہ! مگر دِل سے قَسَاوت نہیں جاتی
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکے به هيڅکله دوزخ ته نۀ داخليږي تر دې چې پۍ تي ته واپس لاړ شي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami