Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

وَنه راووبلله نو وَنه فوراً پۀ خدمت کښې حاضره شوه۔ بيا يـې د واپس تللو وفرمائيل نو وَنه واپس لاړه۔ پۀ دې باندې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے جبرائيله! (زما د زړۀ د تسلۍ د پاره) دومره کافي ده۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، حضرت جبرائيلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي توجه مبارکه دې طرف ته راګرځول  غوښتل چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو چې وَنې راووبلۍ نو هغه هم تابعداري کوي، پۀ دې کښې اِشاره ده چې ستاسو د نيکۍ پۀ دعوت کښې هيڅ قِسمه کمے نشته، قصور خو د هٰغه غير مسلمو د ړندو زړونو دے، کوم چې د پوهې او منلو نه عاجزه دي۔

د نيکۍ دعوت  مشکل کار دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، * دا هٰغه د اوچتې مرتبې هستي ده، د چا پۀ برکت چې زمکه او اسمانونه جوړ کړے شو * دا هٰغه هستي ده، کوم چې د ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سردار دے * دا هٰغه شخصيت دے چې د اسمان طرف ته مخ کړي نو الله پاک قبله بدلوي * چې پۀ ګوته باندې اِشاره وکړي نو سپوږمۍ دوه ټوټې شي، پريوتے نمر راوګرځي * دا هٰغه دے چې مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي:

جو بات لبِ حضرتِ عیسیٰ نے دِکھائی                                             وہ کام یہاں جنبشِ داماں سے نکالا([2])

وضاحت: يعنې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  دا شان وو چې د خاورو نه جوړکړے شوو مرغو له به يـې پوکے ورکولو او پۀ هغې کښې به يـې ساه اچوله، زمونږه د خوږ آقا  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... سنن دارمی، صفحہ:31، حدیث:23۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:61۔