Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa
مگر وہ منبعِ حِلم و صَفا خاموش رہتا تھا دعائے خیر کرتا تھا جَفا و ظُلم سہتا تھا([1])
حضرت طارق بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ (د حج پۀ ورځو کښې) پۀ ذُو المَجاز نومې بازار کښې ووم، پۀ دې کښې هلته يو صاحب تيريدلو، د هغوئي د مبارکو پنډو نه وينه بهيدله، هغوئي به فرمائيل: اے خلقو۔۔۔!! کلمه ووايئ۔۔۔! کاميابي حاصله کړئ! يو کَس پۀ هغوئي پسې وروستو وروستو روان وو، هغوئي يـې پۀ کاڼو باندې ويشتلو۔ ما پوښتنه وکړه: دا څوک دے؟ چا ووئيل: دا هاشمي دے، د نبوت دعویٰ کوي او پۀ دوئي پسې شاته د دوئي ترۀ اَبُو لَهَب دے۔
جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام يـې خدمت وکړو
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ سوچ خو وکړئ چې څومره د درد نه ډکې خبرې دي۔ زمونږ د خوږ آقا، د ځان د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، د هغوئي پۀ نعلين شريف (يعنې د مبارک پيزار) سره د لګيدلو مبارکو خاورو نه دې زمونږ پۀ شان د کروړونو سرونه قربان شي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ کاڼو باندې ويشتلے کيدلو، د وجود مبارک نه به يـې وينه بهيدله، تکليفونه به يـې برداشت کول، د دې باوجود به يـې هم د نيکۍ د دعوت عظيم کار جاري ساتلو۔
يو ځل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، د هغوئي پاک وجود پۀ وينو سور وو۔ پۀ دې کښې جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو، عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څۀ وشول؟ اوئې فرمائيل: دې د مکې والؤ راباندې ظلم وکړو۔ بيا حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي پاک زړۀ ته د تسلۍ ورکولو د پاره عرض وکرو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مخامخ وَنه وينئ؟ هغه خپل طرف ته راوبلئ! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم