Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

د الله پاک محبوب جوړوونکي خلق

د ناقلاره زړونو قرار، د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: آيا زۀ تاسو د داسې خلقو پۀ باره کښې خبر نۀ درکوم  کوم چې نۀ پۀ انبياؤ (علَيهِمُ السَّلام) کښې دي، نۀ پۀ شهيدانو کښې دي خو د قيامت پۀ ورځ باندې به انبياء (علَيهِمُ السَّلام) او شهيدان د هغوئي مقام ته پۀ کتلو رَشک کوي، هٰغه خلق به د نُور پۀ منبرونو باندې اوچت ناست وي، دا هٰغه خلق دي کوم چې د الله پاک بندګان د الله پاک محبوب (يعنې خوښ) بندګان جوړوي او هغوئي پۀ زمکه باندې (خلقو ته) نصيحتونه کوي او ګرځي۔ عرض وکړے شو: هغوئي څنګه خلق د الله پاک محبوب (يعنې خوښ) جوړوي؟ اوئې فرمائيل: هغوئي خلقو ته د الله پاک د محبوب (يعنې خوښو) خبرو حکم کوي او د الله پاک د ناخوښه خبرو نه منع کول کوي، پس چې کله خلق د هغوئي اطاعت کوي نو الله پاک هغوئي خپل محبوب جوړوي۔ ([1])

  مُبلِّغ محبوب نۀ بلکې محبوب ګر وي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې د نيکۍ د دعوت ورکونکو هم څومره اوچت شانونه دي، د قيامت پۀ ورځ باندې چې پۀ هغوئي باندې د الله پاک انعام وويني نو انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام او شهيدان به پرې هم رَشک کوي۔ يعنې د هغوئي پۀ مرتبې ليدلو به ډير خوشحاليږي او د هغوئي تعريف به کوي۔ د دې عظمت او شان سبب به څۀ وي؟ دا چې هغوئي د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو او د ګناه نه پۀ منع کولو او د خلقو پۀ با عمله


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی محبۃ اللہ، فصل معانی المحبۃ، جلد:1، صفحہ:367، حدیث:409۔