Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

وائي چې مونږ ته خو پيغام هم نۀ وو رارسيدلے۔([1])

تاسو هم د نيکۍ دعوت ورکوئ!

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې د نيکۍ دعوت ورکول څومره عظيم ترين کار دے۔ انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام څوک چې پۀ ټول مخلوق کښې افضل او اعلیٰ، ډير د اوچتې مرتبې والا دي، الله پاک د نيکۍ د دعوت عام کولو د پاره دوئي راليږلي دي۔ کاش چې مونږه هم د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ نقشِ سيرت باندې روان شو او د نيکۍ دعوت عام کولو والا جوړ شو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

کُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّۃٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَ تَنْہَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ

(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:110)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (اے مسلمانانو!) تاسو بهترين اُمت يئ کوم چې د خلقو (د هدايت) د پاره ښکاره کړے شو، تاسو د نيکۍ حُکم ورکوئ او د بدۍ نه منع کوئ

معلومه شوه چې د نيکۍ دعوت ورکول، د ګناه نه منع کول د هر مسلمان پۀ ذمه وارۍ کښې شامل دي خو افسوس چې نن د مسلمانانو اکثريت د دې ذمه وارو نه مخ اړولے دے۔ يو عجيبه سوچ پته نه لګي چې د کوم ځائے نه راغلے دے، مونږه ګڼو چې د نيکۍ دعوت ورکول، د ګناه نه منع کول صرف د مُليانو او اِمام صاحب کار دے، باقي دې ټول ځان له ګټي، خورې دې او مزې دې کوي۔

وړومبے خو دا ياد ساتئ چې د مَولوي يو مطلب دے: د الله والا۔ ([2]) که وکتلے شي نو 


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:6، سورۂ نساء، زیرِآیت:165، جلد:2، صفحہ:359۔

[2]... فیضان علم وعلما، صفحہ:11۔