Book Name:Ayat Mubarak
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مسلمانانو درې حقونه ښودلے شي او د يو قوم نه د خطرې پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک ولولي الله پاک پۀ هغۀ باندې لس رحمتونه ليږي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ الْجَارِ ذِی الْقُرْبٰى وَ الْجَارِ الْجُنُبِ (پارہ:5،النساء :36)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نزدې ګاؤنډيانو او د لرې ګاؤنډيانو (سره ښه سلوک کوئ)۔
ګاؤنډيان پۀ دوه قِسمه دي (1): څوک چې زمونږ پۀ خوا کښې اوسيږي، هغۀ ته نزدې ګاؤنډي وئيلے شي۔ (2): څوک چې زمونږ نه پۀ لږه فاصله باندې اوسيږي، هغۀ ته لرې ګاؤنډي وئيلے شي۔ ([2]) علمائے کرام فرمائي: د هر طرف نه تر 40 کورونو پورې ګاؤنډ دے