Share this link via
Personality Websites!
پۀ قبر کښې پۀ کار راتلونکي يو څو نور اعمال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * داسې د قرآنِ پاک د تلاوت عادت جوړ کړئ! خاص طور روزانه د شپې سورۀ مُلک شريف لازمي لولئ! پۀ حديثِ پاک کښې دې مبارک سُورت ته د قبر د عذاب نه د بچ کوونکے سُورت فرمائيلے شوے دے، 30 آيتونه دي، د پينځوو نه تر لسو منټو پورې وخت کښې پۀ اسانۍ سره لوستلے کيږي، څوک چې حافِظان دي، هغوئي خو يـې نور هم پۀ اسانۍ سره لوستلے شي، ځکه روزانه د شپې کم از کم يو ځل سُورۀ مُلک شريف لازمي لولئ! * پينځه واړه نـمونځونه د وخت د پابندۍ سره د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کوئ * که زکوٰة فرض وي نو ادا کوئ * روژې نيسئ او * د خلقو سره ښه سلوک کول هم د قبر د عذاب نه د بچ کيدو اسباب دي۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي! د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! کله چې مړے پۀ قبر کښې کيښودے شي نو هغۀ د واپس تلونکو خلقو د پيزار اواز اوري، که مؤمِن وي نو نـمونځ د هغۀ د سر طرف ته، زکوٰة ښي، روژه ګڅ او نورې ښيګړې، نيکۍ او د خلقو سره ښه سلوک د هغۀ د ښپو طرف ته راشي، د سر د طرف نه چې عذاب راځي نو نـمونځ وائي: دلته ستا د پاره هيڅ لاره نشته۔ د ښي اړخ نه چې راشي نو زکوٰة وائي: زما د طرف نه به هم تا ته لاره نۀ ميلاؤيږي۔ د ګڅ اړخ نه چې راشي نو روژه وائي: زۀ به د دې ځائے نه تا داخليدو ته نۀ پريږدم۔ بيا عذاب د ښپو اړخ ته راشي نو ښيګړې، نيکۍ او د خلقو سره ښه سلوک وائي: د دې ځائے نه هم تا ته څۀ لاره ميلاؤيدونکې نۀ ده۔ ([1])
ہر عبادت سے بَرتر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رَبّ سے دلوائے گی تم کو جنّت نَماز
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami