Book Name:Qabron Ke Androni Halat
نیکیاں کر جلد تُو بدیوں سے بھاگ قبر میں ورنہ بھڑک اُٹھے گی آگ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا اصلي حقيقت دے، زمونږ پۀ ذهنونو کښې به ډيرې منصوبې وي، زمونږ پۀ زړونو کښې به ډير خوبونه وي، مونږه روزانه د خپل مستقبل د پاره ډير سوچونه کوو، ډيرې نوې نوې منصوبې جوړوو خو اصلي حقيقت هم دا دے۔۔۔!! چې کله مَلک الموت (يعنې د مرګ فرښته) حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، بيا به د هغې نه پس هيڅ يوه منصوبه، هيڅ يو خوب پاتې نشي، بيا به صِرف هم يو څيز باقي پاتې وي او هغه زمونږ اعمال دي۔ لهذامونږ چي پۀ دې دُنيا کښې مخکښي لاړشو نو څۀ به کوو، ښه کور، ښه ګاډے، ښه کاروبار، دا هر څۀ زمونږ د مستقبل سوچ دے خو زمونږه عمل زمونږه د نن ذمه واري (Responsibility) ده۔ مونږه به خپل د دُنيا مستقبل ته رسيږو که نۀ به رسيږو، د دې نه څوک هم خبر نۀ دي، خو مونږ به قبر ته ضرور کوزيږو، د خپلو اعمالو سره به کوزيږو، د دې نه هر مسلمان خبر دے۔ ځکه ضروري دي چې مونږه نن او هم د اوس نه د خپلو اعمالو فِکر شروع کړو۔
يو ځل حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يوې جنازې سره هديرې ته تشريف يوړلو، د هغوئي سره يو ځوان هم وو، هٰغه ځوان پۀ څۀ غفلت کښې وو۔ نو هٰغه قبر کوم چې د مړي د پاره تيار کړے شوے وو، حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هٰغه قبر طرف ته اشاره وکړه او هٰغه ځوان ته يـې وفرمائيل: خپل کور ته وګورۀ! ځوان قبر ته وکتل۔ حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه وکړه: څۀ درته ښکاري؟ اوئې وئيل: يو تنګ او تيارۀ کور دے، پۀ کوم کښې چې نۀ خوراک شته، نۀ اوبه، نۀ کور والا خو زما د دُنيا پۀ دې کور کښې خوراک هم شته، اوبه هم شته، کور والا هم دي۔ حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: تا رښتيا ووئيل: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! که تۀ نن واپس خپل دُنياوي کور ته وهم ګرځيدلې،خو بيا به هم تا ته دې تنګ او تيارۀ کور ته