Book Name:Qabron Ke Androni Halat
يو ځل ما يو قبر وکنستو نو پۀ هغې کښې زړۀ بوږنيدونکے منظر وو۔ څۀ ګورم چې د مړي مخ تور دے، پۀ ښپو او لاسونو کښې يـې د وور زنځيرونه دي او د هغۀ د خُلې نه وينه او نوونه روان دي۔ د هغۀ نه دومره بد بوئي راتلله چې د برداشت کولو نۀ وه۔ دا خطرناک منظر چې مې وليدلو نو زۀ تښتيدم چې مړي ووئيل: ولې تښتې؟ آه۔۔۔!! او واورۀ چې ما ته د کومې ګناه سزا راکړے کيږي! ما چي د مړي اواز واوريدو نو حيران شوم او همت مې وکړو او قبر ته ورنزدې شوم او چې کله مې دننه وکتل نو د عذاب فرښتو د هغۀ پۀ غاړه کښې د وور زنځيرونه اچولي وو او ناستي وې۔ ما د مړي نه پوښتنه وکړه: تۀ څوک يـې؟ هغۀ جواب راکړو: زۀ مسلمان د مسلمان زوي يم خو افسوس چې زۀ شرابي او زنا کار ووم او د دې خرابې مستۍ پۀ حالت کښي مړ شوم او اوس پۀ عذاب کښې راګير يم۔
پۀ خپل بيان جاري ساتلو هٰغه کفن کش نور ووئيل: پۀ يوه بله موقع باندې چې کله ما د کفن پټولو پۀ غرض باندې قبر وکنستو نو يو تور مړي ژبه راويستلې ودريدو! د هغۀ نه ګير چاپيره د وور لمبې وې، فرښتو د هغۀ غاړې ته زنځيرونه اچولي وو او ولاړې وې۔ هٰغه کَس چې زۀ وليدلم نو اوئې وئيل: وروره! زۀ ډير تږے يم پۀ ما باندې لږې اوبه وڅښه۔ فرښتو ما ته ووئيل: خبردار! دې بے نـمانځه له اوبه مۀ ورکوه۔ ما همت وکړو او د هٰغه مړي نه مې پوښتنه وکړه: تۀ څوک يـې او ستا جُرم څۀ دے؟ هغۀ جواب راکړو: زۀ مسلمان ووم خو افسوس چې ما د الله پاک ډيرې نافرمانۍ کړې دي او زما پۀ شان ډير ګنهګاران پۀ عذاب کښې راګير دي۔
کفن کش نور ووئيل: دغه شان يو ځل ما يو قبر وکنستو نو قبر مې دننه ډير فراخه