$header_html

Book Name:Biwi Ke Huqooq (Qist 1)

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه : 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د ښځې درې حقونه (قسط اوّل) ښودلے شي او د نوؤ جامو د اغوستو پۀ وخت به لوستلے کيدونکې دُعا يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم مسلمان چې پۀ ما باندې پۀ ورځ کښې يو زر [1000] کرته درودِ پاک لولي هغۀ به تر هٰغه وخته پورې نۀ مړ کيږي تر څو پورې چې پۀ جنَّت کښې خپل ځائے اونه ويني۔ ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ښځې درې حقونه (قِسط اوّل)

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖؕ-اُولٰٓىٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖؕ- (پارہ :1، سورۀ البقره :121)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چا ته چې مونږ کتاب ورکړے دے نو هغوئي د هغې تلاوت کوي څنګه چې د تلاوت کولو حق دے هُم دا خلق پۀ دې ايمان لري.


 

 



[1]... الترغیب فی فضائل الاعمال ، باب مختصر من الصلاۃ...الخ ، صفحہ:14، حدیث:19۔



$footer_html