Khud Fraibi Ke Nuqsanat

Book Name:Khud Fraibi Ke Nuqsanat

غوښتل خو دوئي دوکه چا له ورکړه؟

وَ مَا یَخْدَعُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَؕ(۹)

دوئي هم خپل ځان له دوکه ورکړه خو دوئي پرې هډو پوهه نشو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د خپل ځان د دوکه کولو نه هر وخت بچ وساتو۔ مثلاً

نورو له دوکه مۀ ورکوئ!

  نورو له دوکه ورکول يو خو خپل ځان له دوکه ورکول دي * څوک چې پۀ ناپ تول کښې کمے کوي * د څيز عيب پټوي او خرڅوي يـې * خراب مال ته ښه وائي او خرڅوي يـې * د نوټونو پۀ ګَته کښې نقلي نوټونه پټوي او ږدي يـې، دوئي دا ګڼي چې مونږه مخامخ کَس دوکه کړو، د هغۀ سره مو ټګي وکړه خو پۀ حقيقت کښې دوئي دوکه خپل ځان له ورکوي۔

د يوې واقعې پۀ ذريعه پۀ دې باندې د ځان پوهه کولو کوشش وکړئ! يو کَس وو، هغۀ به د خاورې خوړلو عادت لرلو، يو ځل هغۀ دُکان ته د وريژو اخستو د پاره لاړو، پخوانے دور وو، د نن سبا پۀ شان اليکټرانک سکيل خو نۀ وو، دکاندار د پخواني دور ساده شان تَله او (د وزن کولو د پاره) د خاورې لوټې کيښودې وې، ګاهګ ترينه سودا وغوښتله، مثلاً اوئې وئيل: يو کلو وريژې راکړه۔ دکاندار لوټې پۀ تله کښې کيښودلې او پخپله دننه د وريژو اچولو د پاره لاړو، د دې سودا اخستونکي د خاورو خوړلو عادت وو، دکاندار چې کله دننه لاړو نو دۀ پۀ پټه د لوټو نه خاوره خوړل شروع کړل، دکاندار هوښيار وو، هغۀ چې ورته وکتل چې دا د وزن د لوټو نه خاوره خوري نو هغۀ پۀ وريژو اچولو کښې قصداً ناوخته کړو، پۀ دومره وخت کښې دۀ د وزن د لوټو نه خاوره خوړله، خير! لږ وخت پس دکاندار هم د هٰغه لوټو سره وريژې تول کړې او ګاهک له يـې ورکړې، دۀ واخستې او کور ته لاړو، کور ته چې لاړو او اوئې تللې نو وريژې لږې کمې وې، ډير غصه شو، پۀ ګوريدو ګوريدو د دکاندار خوا له واپس لاړو او پۀ غصه کښې يـې پۀ تيزه ووئيل: تۀ دوکه کوې، تا سودا پوره نۀ ده راکړې، ما يو کلو وريژې غوښتلې وې، دا خو کمې دي۔۔۔!!