Share this link via
Personality Websites!
آہ! رَنج و اَلم نے ہے مارا یااِلٰہی! مجھے دے سہارا
ایک غمگین دِل کی صدا ہے یا خدا! تجھ سے میری دُعا ہے([1])
د قيامت د ورځې ډيره خطرناکه مرحله
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قيامت معامله ډيره وحشت ناکه او خطرناکه ده * د قيامت د ورځې د حساب پۀ انتظار کښې ودريدل هم يو قيامت دے * د الله پاک پۀ حضور کښې حاضري هم ډيره سخته معامله ده * پۀ ميزان باندې د اعمالو د تللو معامله هم ډيره سخته ده * او پۀ پلِ صِراط باندې تيريدل خو ډير زيات سخت دي، کيدے شي چې د قيامت پۀ معاملو کښې د ټولو نه خطرناکه مرحله هُم د پلِ صِراط ده. پۀ دې کښې نوره سخته دا چې که څوک نيک دے او که ګنهګار، که پرهيزګاره دے او که بدکاره او بد کرداره، که څوک هر څنګه هم دے، هر يو ته به هُم پۀ پلِ صِراط باندې تيريدل وي. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اِنْ مِّنْکُمْ اِلَّا وَارِدُھَا ۚ
(پارہ:16، سورۀ مریم:71)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو نه هر يو پۀ دوزخ باندې تيريدونکے دے.
د دې آيت يوه معنیٰ دا ده چې پلِ صِراط کوم چې به په دوزخ باندي کيښودلے شي، هر يو ته پۀ دې باندې تيريدل دي، آؤ! چې کوم مسلمان وي، هغۀ به پۀ دې باندې پۀ سلامتيا سره تير شي او څوک چې غير مسلمه وي، هغۀ به کټ شي او د دوزخ ژورې کندې ته به پريوځي. ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami