Book Name:Faizan e Imam e Azam
پخواني وخت کښې ژوند کوې۔ داسې د بے ادبۍ والا جُملې خلق وائي۔ اَلاَمَان وَالحَفِيظ۔۔۔!! وروره! لږ سوچ خو وکړئ! * چا چې به مونږه د ګوتې نه نيولي وو او ګرځيدل يـې راته ښودل * چا چې پخپله نهره تيره کړله او * د خپلو خواهشاتواو ضرورتونو قرباني يـې ورکړله او * خواري محنت يـې وکړو او پۀ مونږ باندې يـې سبق ووئيلو، لوئي يـې کړو، دومره ډيرې ډګريانې يـې راباندې وکړلې، آيا هغه دا دي کوم چې هډو پۀ څۀ هم نۀ پوهيږي۔۔۔؟ دا پۀ ذِهن کښې ساتئ! چې کوم تعليمِ يافته ته خپل مور پلار جاهلان ښکاري، که هغۀ هر څومره تعليمِ يافته وي خو پۀ حقيقت کښې د عِلم د نُور نه محرومه دے۔
د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د مور جانې سره محبت
تاسو ته معلومه ده چې پۀ دې کائنات کښې د ټولو نه لوئي عالِم څوک دے؟ زما او ستاسو آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔۔۔!! چا ته چې مخکښني وروستني ټول علوم عطا کړے شول۔ د چا پۀ باره کښې چې الله پاک فرمائي:
وَ عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُؕ (پارہ:5، سورۀ نساء:113)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او تا ته يـې هٰغه هر څۀ درزده کړل کوم چې تا ته نۀ وو معلوم۔
د دُنيا څۀ ذَرَّه د هغوئي د عِلم نۀ پټه نۀ ده۔ دا شان دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ، پۀ کائنات کښې د هغوئي نه افضل نۀ څوک وو او نۀ څوک کيدے شي۔ د دومره فضيلت، مقام او د مرتبے باوجود د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خواهش ته وګورئ! څومره ښکلے دے۔ نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: زما زړۀ غواړي چې کاش مور جانه ژوندۍ وے، ما نـمونځ کولے، زما مور جانې سيده آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ما ته اواز کړے وے نو ما به نـمونځ مات کړے وے او زر به د مور جانې خوا له ورغلے وے۔ ([1])