Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

د صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د تابعدارۍ قرآني حکم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې پۀ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْہُم  کښې يو صحابي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   خپل آئيډيل جوړ کړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کوم صحابي لمن چې هم ونيسو، نيغ به جنَّت ته وَرَسو۔ او تر څو پورې چې د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   خبره ده۔۔۔!! د هغوئي خو بيا ډير ناشنا شان دے، پۀ 21 سيپاره، سورۀ لقمان، آيت: 15 کښې الله پاک فرمائي:

وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ          (پارہ:21، سورۀ لقمان:15)          

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما طرف ته د رجوع کوونکي کس پۀ لاره ځۀ۔

سُلطَانُ المُفَسِّرين، حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: پۀ دې آيت مبارک کښې مَنْ اَنَابَ اِلَیَّ يعنې د الله پاک طرف ته د رجوع کوونکي نه مُراد حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   دے۔ يعنې پۀ دې آيت کښې حکم ورکړے شوے دے چې اے خلقو۔۔۔!! د ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   تابعداري اختيار کړئ۔۔۔!!

سُبْحٰنَ اللہ! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   څومره اوچت شان دے۔۔۔! لږ تصور خو وکړئ چې الله پاک کوم چې د ټولو جهانونو رَبّ دے، هغۀ حکم فرمائي چې زمونږه د خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د خوږ صحابي ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   پۀ لار باندې روان شئ۔۔۔! معلومه شوه چې * حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د رښتونې لارې مسافر دے * د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   لاره نيغه د جنَّت لار ده * د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   لاره الله پاک ته د رسيدو لاره ده۔ ځکه چې څوک هم د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   پۀ نقشِ سيرت باندې ځي، هغۀ به د الله پاک طرف ته رجوع کوونکے وي او که الله پاک وغوښتل نو ضرور به د الله پاک پۀ بارګاه کښې اوچتې مرتبے والا شي۔