Share this link via
Personality Websites!
باندې چې د الله پاک پۀ لار کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نه ورنزدې کيږي ([1]) * کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار طرفونو ته لاړ شي، پۀ حديثِ پاک کښې د هغه د پاره د جنّت زيرے راغلے دے۔ ([2])
مونږ خو بَس د دعوتِ اِسلامي شو
يو اِسلامي ورور وائي چې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د عامو ځلمو پۀ شان پۀ غفلت کښې ژوند تيرولو، سندرې سازونه اوريدل زما د خوښې کارونه وو د کومو د پاره چې ما يو ريډيو هم اخستے وو، زما بخت څۀ داسې رابيدار شو چې يوه ورځ زمونږ علاقې ته يو څو اِسلامي وروڼه يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې د تيرولو د پاره راغلل، پۀ هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته پۀ دې ديني کار کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، لہٰذا زۀ هم د يو څو دوستانو سره د هغوئي سره شامل شوم، د واپس راتللو پۀ وخت يو اِسلامي ورور مونږ ته د هفته وارې اجتماع دعوت راکړو نو مونږ عرض وکړو: که ياد وو راته نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ضرور به شرکت کوو۔
بهر حال مونږ پۀ اجتماع کښې شرکت وکړو، هلته هم د هٰغه اِسلامي ورور سره ملاقات وشو چا چې مونږ ته د اجتماع دعوت راکړے وو، هغۀ دومره پۀ ښو اخلاقو ميلاؤ شو چې بس مونږ خو د دعوتِ اسلامي شو۔ زما خو چې لکه د ژوند انداز بدل شو، د نـمونځونو پابندي مې نصيب شوه، د سندرو ځائے نعت شريف واخستو، مخ مې پۀ ګيره ښائسته کړو او عمامه مې پۀ سر کړه او داسې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راغلم۔
عطائے حبیبِ خدا دینی ماحول ہے فَیضانِ غوث ورضا دینی ماحول
تُو داڑھی بڑھا لے عِمامہ سجا لے نہیں ہے یہ ہرگز بُرا دینی ماحول
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami