Share this link via
Personality Websites!
کړے وو، دا يـې اچولے وو او رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نـمونځ ادا کړو۔ بيا يـې واپس هغوئي ته وليږلو۔
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زړۀ مبارک اوچت شان
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان مبارک ډير اوچت دے، ډير زيات اوچت دے، دومره اوچت دے چې د هغوئي شان بيانول خو غټه خبره ده، پۀ مخلوق کښې څوک هم د هغوئي شان مبارک پۀ پوره توګه پيژندلے هم نشي۔ چا عاشقِ رسول وئيلي دي:
تیرا وَصْف بیاں ہو کس سے، تیری کون کرے گا بڑائی
اس گردِ سَفَر میں گم ہے جبریلِ امیں کی رسائی
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو اوصاف او کمالات دومره د اوچت شان والا دي چې عام انسانان خو يو طرفته کړه چې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام هم لکه څنګه چې د هغې حق دے نشي بيانولے۔
زمونږه نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې شان والا دے چې * د مِعراج پۀ شپه باندې يـې د کائنات عجائبات وکتل * د نبيانو امامت يـې وکړو * د اسمانونو سيل يـې وکړو * د جنَّت نظارې يـې وليدلې، د دې باوجود يـې شان مبارک دا وو چې
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَ مَا طَغٰی (۱۷) (پارہ:27، سورۂ نجم:17)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: سترګه نۀ کوم طرف ته تاؤ شوه او نۀ د حد نه واوُخته۔
يعنې د زړۀ مبارک توجه اوړيدل خو غټه خبره ده۔۔۔!! پۀ ظاهري سترګو مبارکو باندې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami