Share this link via
Personality Websites!
عزت والا کار وي، پۀ ښي لاس د کولو عادت جوړ کړو۔ * حضرت ابو هُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: پۀ تاسو کښې دې هر کَس پۀ ښي لاس باندې خوري او پۀ ښي لاس باندې دې څښي او پۀ ښي لاس باندې دې اخلي او پۀ ښي لاس باندې دې ورکوي ځکه چې شيطان پۀ ګڅ لاس باندې خوري او پۀ ګڅ لاس باندې څښي، پۀ ګڅ لاس باندې ورکوي او پۀ ګڅ لاس باندې اخلي۔ ([1]) * د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِّيقه، طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ښي اړخ نه اودس کول خوښول او هم دغه شان به يـې پۀ ښي لاس باندې ګمنځول کول تر دې پورې چې د نعلينو شريفينو [يعنې پيزار مبارک] اچولو اراده به يـې فرمائيله نو وړومبے به يـې ښۍ ښپه مبارکه پۀ نَعل [يعنې پيزار] شريف کښې کيښودله۔ ([2])
صرف دا درې کارونه نۀ بلکې د عزت او تکريم والا چې څومره هم کارونه دي رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغې د ښي اړخ نه شروع کول خوښول۔ * جامې اغوستل * جومات ته داخليدل * د سر او بريتو وغيره ويښته کټ کول * مِسواک کول * نوکان کټ کول * پۀ سترګو کښې رانجه اچول * چا له څۀ څيز ورکول يا څۀ څيز اخستل * خوراک څښاک وغيره وغيره کارونه پۀ ښي لاس د ښي اړخ نه کول پکار دي۔ ([3])
* نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: چې کله څوک خوراک کوي نو پۀ ښي لاس دې خوري او چې اوبه څښي نو پۀ ښي لاس سره دې څښي۔ ([4])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami