Share this link via
Personality Websites!
436928
7549
کولو چې هئ! زما رَبّ خو به زما نه ناراضه شوے نه وي۔ چې کله سلطانِ انبيا، مَحبُوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: عثمانه! دا جبريل عَلَیْهِ السَّلَام دے، ما ته خبر راکوي چې تۀ د اسمان والؤ نُور يـې، د زمکې والؤ او د جنَّت والؤ ډيوه يـې۔ ([1])
جو دِل کو ضیا دے جو مقدر کو جِلا دے وہ جلوۂ دیدار ہے عثمانِ غنی کا
جس آئینہ میں نُورِ اِلٰہی نظر آئے وہ آئینہ رُخسار ہے عثمان غنی کا([2])
وضاحت: د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ديدار زړۀ روښانه کوي او بخت رابيداروي، د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخ مبارک هٰغه آئينه ده پۀ کومه کښې چې د الله پاک د نُور جلوې پۀ نظر راځي۔
کاش چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږه هم توفيق نصيب شي چې مونږ هم د الله پاک د رضا ارماني شو۔ آه! * زمونږ سره د دُنيا فِکر راسره وي * د کاروبار فِکر راسره وي * د نوکرۍ فِکر راسره وي * د پيسو فِکر راسره وي * د امتحانونو فِکر راسره وي * د خوراک فِکر راسره وي * د څښاک فِکر راسره وي * د اغوستو فِکر راسره وي * بَس هر وخت صرف د دُنيا فِکرونه راسره وي، هم پۀ دې کښې راګير يو، که نه وي راسره نو جنّت ته د تللو فِکر راسره نه وي، دوزخ ته د غورځيدو فِکر راسره نه وي، د اِيمان بچ کولو فِکر راسره نه وي، د الله پاک د راضي کولو فِکر راسره نه وي، کاش چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله مو د الله پاک مَحَبَّت نصيب شي، مونږ هم د الله پاک د راضي کولو او د هغۀ د ناراضه کولو نه د بچ کيدو فِکر کوونکي جوړ شو۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami