Share this link via
Personality Websites!
ښکلو اوصافو کښې يو صفت دا هم دے چې هغوئي به موقع پۀ موقع د نيکۍ دعوت ورکولو، خلقو له د نيکۍ دعوت ورکول، د ګناهونو نه منع کول، د هغوئي د امروزه ژوند حصه وه.
عارف قادري ضيائي د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد دے، هغوئي وائي چې يوه ورځ زۀ د سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شوم، هغوئي يو حديثِ پاک بيان کړو او اوئې فرمائيل: يو ځل دوه کَسان د حضور اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شول. چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د هغوئي اطلاع ميلاو شوه نو هغوئي د ملاقات د پاره د کور نه بهر تشريف راوړلو. هغوئي ګيرې خريلې وې او بريتونه يـې غټ غټ پريښي وو، هغوئي چې ورته وکتل نو مخ مبارک يـې ترينه واړولو ځکه چې سيد الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د کتو نه نفرت کيدلو. پۀ دويم ځل يـې چې د هغوئي پۀ خواست باندې مخ مبارک د هغوئي پۀ لور کړو نو فوراً يـې ترينه نه بيا واړولو، پۀ دريم ځل چې کله رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي پۀ لور مخ کړو نو پۀ لاس مبارک باندې يـې د هغوئي د مخونو پۀ لور اشاره وکړه او اوئې فرمائيل: وَيْلَكُمَا مَن أَمَرَ كُمَا بِهَذا ستاسو دې بد وي، تاسو ته چا د دې (يعنې د ګيرې خريلو او د بريتو غټولو) حکم کړے دے؟ هغوئي ووئيل: کِسریٰ (نومې زمونږ بادشاه) کړے دے. رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: لٰکِنْ رَبِّی اَمَرَنِی بِاِعْفَاءِ لِحْیَتِیْ وَ قَصِّ شَوَارِبِیْ يعنې زما رَبّ خو ما ته د ګيرې غټولو او بريتو واړه کولو حکم کړے دے. ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami