Share this link via
Personality Websites!
کعبے کی عظمتوں کا منکر نہیں ہوں لیکن کعبے کا بھی ہے کعبہ، میٹھے نبی کا روضہ([1])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
مکه مکرمه افضل ده که مدينه منوَّره۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه منوَّرہ افضل ترين ښار دے او ولې به نه وي چې دا د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښار دے، دلته محبوبِ خُدا، آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما دے۔
مدینہ اس لئے عطّار جان و دِل سے پیارا کہ رہتے ہیں مرے آقا، مرے دِلبر مدینے میں([2])
دلته يو وضاحت کووم: مکّه مکرمه افضل ده که مدينه منوَّره۔۔۔؟ پۀ دې باره کښې علمائے کرامو ډير علمي بحثونه ليکلي دي، پۀ آخره کښې يـې د دې عِلمي بحثونو نتيجه دا راويستې ده چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تُربت مبارک يعنې د زمکې هٰغه حصه کومه چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارک سره لګيدلې ده، هٰغه د زمکې حصه د کعبې شريفې بلکې د عرشِ اعظم نه هم افضل ده۔ د مزار مبارک نه بره حصه پۀ دې کښې شامله نه ده۔ بيا خاص هٰغه ځائے چرته چې کعبه شريفه ده، هغه د تُربت مبارک نه علاوه د مدينے د ټول ښار نه افضل ده۔ د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تُربت او د کعبې شريفې نه علاوه د مدينے د ښار او د مکے د ښار چې باقي پاتې کومه حصه ده، پۀ دې دواړو کښې کومه يوه افضل ده، پۀ دې باره کښې د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مسلک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami