Share this link via
Personality Websites!
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ خپله رساله ”برے خاتمے کے اسباب“ کښې د ايمان برباديدو نور هم اسباب ليکلي دي، مثلاً * چغلي کول د بَدې خاتِمې سبب دے * شراب څښل د بَدې خاتمِې سبب دے * حَسَد کول (يعنې د نورو سره پۀ نعمت ليدلو سوزيدل او د هغوئي نه د نعمت ضائع کيدو خواهش کول) هم د بَدې خاتِمې سبب دے * بد نظري هم د بدې خاتِمې سبب دے * د فرض کيدو باوجود حج نه کول * د اذان کيدو پۀ وخت پۀ خبرو کښې مصروفه اوسيدل * پۀ ناپ تول کښې کمے کول هم د بَدې خاتِمې پۀ اَسبابو کښې دي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * نن د توبې شپه ده * د الله پاک نه د بخښنې او مغفرت غوښتلو شپه ده * د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې د حاضريدو شپه ده، د الله پاک سره د روغې کولو او د هغۀ د رښتوني او فرمانبرداره بنده جوړيدو شپه ده. د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د برکتونو والا سعتونه دي، نن د توبې پۀ لور لاړ شئ! نن مونږ د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کوو، د نن نه د پخې توبې نيت وکړئ چې ائينده به د ګناهونو پۀ لور نه ځو * ټول نـمونځونه به د جَمعې سره پۀ جومات کښې کوو * دروغ به هم نه وايو * غيبت به هم نه کوو * چغلي به هم نه کوو * د چا سره به حسد هم نه کوو * خپلو مسلمانانو وروڼو له به تکليف هم نه ورکوو * د نورو ګناهونو نه به هم هر وخت ځان بچ ساتو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami