Share this link via
Personality Websites!
ډوبيدونکے کَس هر بوټي ته لاس اچوي، يعنې هغه چې وړوکے شان بوټے هم اوويني نو طمع ترې ساتي او هغه نيسي چې کيدے شي د دې په وجه د ډوبيدو نه بچ شم، په قبر کښې د مړي حالت هم داسې وي) هغه سخت انتظار کوي چې د پلار يا مور يا ورور يا چا دوست دعا هغه ته راورسي او چې کله د چا دعا هغه ته اورسي نو د هغه په نزد هغه د دنیا ومَافِیْھا (يعنې د دنيا او په دنيا کښې چې څه دي) د هغې نه بهتر وي. الله پاک قبر والؤ ته د هغوئي د ژوندي تعلق [لرونکي] د طرف نه هَدِيَّه (يعنې تحفه) کړے شوے ثواب د غرونو په شان عطا کوي، د ژوندو هَدِيَّه (يعنې تحفه) د مړو د پاره د بخښنې دعا ده. ([1])
په حديثِ پاک کښې دي: زما اُمَّت به د ګناه سره قبر ته داخليږي او چې کله ووځي نو بے ګناه به وي ځکه چې هغوئي د مسلمانانو په دعاګانو سره اُوبخښلے شي. ([2])
يو بزرګ خپل وفات شوے ورور په خوب کښې اوليدو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: آيا د ژوندو خلقو دعا تاسو ته در رسي؟ مرحوم جواب ورکړو: آؤ په الله پاک مې دې قسم وي! هغه د نُوراني جامو په شکل کښې راځي، مونږه هغه اغوندو. ([3])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami