Share this link via
Personality Websites!
اعظم پسې شاته شاته جنّت ته داخل شو.
مروں شہا! زیرِ سبز گنبد، ہو مدفن آقا بقیعِ غرقد کرم برائے رسولِ اکرم، اِمامِ اعظم ابوحنیفہ! ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د کعبې شريفې د ګوټ نه آواز واوريدو، دې ته اِلـهام وئيلے شي. اِلـهام هغه رښتونے عِلم وي کوم چې الله پاک د خپلو بندګانو په زړونو کښې د غيبو نه اچوي او بعضې ځل داسې کيږي چې فرښته د وَلِيُّ الله سره خبرې کوي. ([2]) په قرآنِ کريم کښې دي:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ(۳۰) (پارہ:24، حٰمٓ السَّجْدَۃ:30)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه کومو خلقو چې اُووئيل: زمونږه رب الله دے بيا (په دې) ثابت قدمه پاتې شول په هغوئي فرښتے راکوزيږي (او وائي) چې تاسو مه ويريږئ او مه غم کوئ او په هٰغه جَنَّت خوشحاله شئ د کوم به چې تاسو سره وعده کيدله (۳۰)
د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې هٰغه نيکان مسلمانان څوک چې ايمان راوړي، په دې باندې استقامت اختيار کړي او د دې تقاضې پوره کړي، په هغوئي باندې فرښتې نازليږي، هغوئي ته زيري اوروي. علمائے کرامو د دې آيت نه د اوليائے کرامو اِلـهام ثابت کړے دے. ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami