Share this link via
Personality Websites!
څلورم اهم عبادت کوم چې په شَعبَانُ الـمُعَظَّم کښې کول پکار دي هغه توبه او اِستغفَار دے، په دې کښې حکمت دا دے چې د شَعبَان د مياشت چې څومره عظمت دے، هغه همره ډيره نازکه هم ده، په حديثِ پاک کښې دي: دا هغه مياشت ده د کومې نه چې خلق غافله دي حالانکې په دې کښې د خلقو اَعمَال د رُبُّ العالـمين په بارګاه کښې پيش کولے شي. ([1])* په دې مياشت کښې ملک الـموت عَلَیْهِ السَّلَام له د هغه ټولو لِسټ ورکولے شي، د چا چې به په راتلونکې کال کښې رُوح قبض کولے شي. ([2]) * د دې مبارکې مياشتې په پينځلسمه شپه الله پاک د بَنُو کَلب د چيلو د ويښتو برابر خلقو ته بخښنه کوي او هغوئي د دوزخ نه آزادوي. ([3])
الله پاک دې په دې مبارکه مياشت کښې مونږ ته د ډير زيات اِستغفار کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
بَراءَ ت دے عذابِ قبر سے نارِ جہنم سے مہِ شعبان کے صدقے میں کر فضل و کرم مولیٰ([4])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په زړه کښې د مدينے د عشق زياتولو، د مدينے يادولو، د مدينے د ذِکر کولو، د ګناهونو او فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، بامقصده، د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami