Share this link via
Personality Websites!
(1): قارُون ته وړومبے نصيحت
نيکانو مسلمانانو نصيحت اوکړو او قارُون ته يـې اووئيل:
لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ(۷۶) (پارہ:20، القصص:76) [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: فخر مه کوه، بيشکه الله فخر کوونکي نه خوښوي.
يعنې اے قارونه...! الله پاک تا له مال درکړے دے، ته په دې مال باندې فخر او تکبُّر کول او ځان لوئے ګڼل پريږده، بېشکه الله پاک تکبر کوونکي، ځان لوئے ګڼلو والا نه خوښوي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې ځائے کښې يوه خبره په ذِهن کښې کښينوئ! په څه نعمت حاصليدو باندې چې کومه خوشحالي وي، هغه خوشحالي په دوه قِسمه وي (1): يوه ده د غاوِره کيدو [تکبر کولو] خوشحالي يعنې (فخر کول، مثلاً * زه دومره مالداره يم * زما بينک بيلنس زيات دے * زما سره بنګلې ډيرې دي * زه په دومره غټو غتو ګاډو کښې ګرځم وغيره)، دا فخر کول، غاوره کيدل [تکبر کول]، حرام دي. (2): او بَله ده د شکرانې خوشحالي (مثلاً چا ته نعمت حاصل شو * زړۀ يـې ورسره نرم شو * په زړه کښې يـې د شُکر جذبې پيدا شي * سوچ ورځي چې: آه! زه خو بے کاره سړے يم * زما رَبّ په ما باندې څنګه کرم اوکړو * ما ته يـې داسې نعمتونه عطا کړل * يعنې بنده خوشحاليږي او *په خوشحالئ کښې مال تقسيموي * د غم ځپلو غمرازي کوي * د رَبّ تَعالٰی په لار کښې يـې لګوي * ديني محفلونه منعقد کوي * نيک کارونه کوي * بهر حال د هغه په زړۀ کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami