Share this link via
Personality Websites!
کومو کښې چې د ټولو نه کمه بَلا بدن ورانيدل او سپين داغونه دي. ([1])
الله پاک دې مونږ ته د د ډيرې ډيرې صدقې او خيرات کولو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
(3): قارُون ته دريم نصيحت
د بني اسرائيلو نيکانو مسلمانانو قارُون ته په دريم نصيحت کښې اُووئيل:
وَ لَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا (پارہ:20، القصص:77)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او د دُنيا نه خپله حِصَّه مه هيروه.
په دې آيت مبارک کښې اوفرمائيلے شول چې د دُنيا نه خپله حصه مه هيروه...!! د دې نه څه مُراد دے؟ په دې باره کښې يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه مُراد کفن دے. ([2])
اَللہُ اَکْبَر! د دې دنيا نه زمونږه حصه صرف د کفن دوه څادرې دي * مونږه ټول عمر اوګټله * ګاډي مو هم واخستل * محلونه * بنګلې مو جوړې کړې * په اربونو کهربونو روپئ مو هم جمع کړې * څو څو ميډل هم حاصل کړل * د دُنيا هر قِسمه نعمت زمونږ سره دے خو مونږ به د دې دنيا نه د ځان سره څه وړو؟ صرف د کفن دوه څادرې او بَس...!! د عربئ يو شاعر وائي:
نَصِیْبُکَ مِمَّا تَجْمَعُ الدَّھْرَ کُلَّہٗ رِدَااٰنِ تُلْویٰ فِیْہِمَا وَ حَنُوْط([3])
ترجمه: يعنې تا ټول عمر اوګټله، جمع دې کړه، په دې کښې ستا حصه څه ده؟ د کفن دوه څادرې، په کوم کښې چې به ته را اونغاړلے شې او د مړي په بدن پورې کوونکې خوشبوئي!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami