Share this link via
Personality Websites!
څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً *د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم *په اَدب به کښينم *نصيحت به حاصلووم *د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! قارُون د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ترۀ ځوي وو *ډير مالداره وو *ډير ښکلے هم وو * د آسماني کتاب تورات شريف ډير ښه قاري هم وو *بيا ده ته مال عطا کړے شو. * د روايتونو مطابق چې کله به قارُون سورلئ ته اوختو نو په ډيرو قچرو باندې خو به صرف د هغه د خزانې کُنجيانې بار کړے شوې وې. د دومره مال حاصليدو نه پس پکار خو دا وو چې ده د الله پاک په حُضُور کښې سر ټيټ کړے وے، د هغه شُکر يـې ادا کړے وے خو هغه بدبخته، بد باطِن اوختو، د سرکشئ لاره يـې اختيار کړه او مُنافِق شو. ([1])
علمائے کرام فرمائي: قارُون د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره حسد کولو، نو دې بدبخته د يو څو کسانو سره خپله يوه بيله ډله جوړه کړه، ډير عاليشان کور يـې جوړ کړو، په هغې کښې يـې د سرو زرو دروازه اولګوله، په ديوالونو يـې هم د سرو زرو کار اوکړو. د بني اسرائيلو خلق به سحر او ماښام د هغه خوا له راتلل، ډوډئ ګانې به يـې خوړلې، خبرې به يـې راجوړولې او قارُون به يـې خندولو.
د قارُون د دې ټولو خَباثتونو باوجود حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د هغه سره ښه سلوک کولو خو هغه به هر وخت دوئي ته تکليف رسولو، د هغه سرکشي او تکبر ورځ په ورځ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami