Share this link via
Personality Websites!
دې صدقه کړو او وړاندې دې اوليږو. ([1])
يو ځل د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کور مبارک کښې چيلئ ذبح کړے شوه او د هغې غوښه تقسيم کړے شوه خو د هغې د اُوګې غوښه اوساتلے شوه، اُمُّ الـمؤمِنين حضرت عائشه صدِيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها اوفرمائيل: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کور ته تشريف راوړلو، پوښتنه يـې اوکړه: مَابَقِیَ مِنْھَا اے عائشه! د چيلئ په غوښه کښې څومره پاتې ده؟ ما عرض اوکړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ټوله غوښه مو تقسيم کړه، بس د اُوګې غوښه پاتې ده. خوږ آقا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بقِیَ کُلُّہَا غَیْرَ کَتِفْہَا ټوله پاتې شوې ده، د اُوګې د غوښې يوه ټوټه (کومه چې تقسيم نه شوه) هغه پاتې نه شوه. ([2]) يعنې کومه چې د الله پاک په لاره کښې صدقه کړے شوه، هغه باقي او زوال نه لرونکې شوه او کومه چې د خپل خوراک د پاره کيښودے شوه هغه به هضم شي او فنا به شي.
د عربئ يو شاعر ډيره ښکلې خبره کړې ده:
اَنْتَ لِلْمَالِ اِذَا اَمْسَکْتَہٗ فَاِذَا اَنْفَقْتَہ ٗ فَالْمَالُ لَکَ([3])
چې تر څو پورې تۀ مال ساتې نو تۀ د مال يـې، چې کله يـې د الله پاک په لاره کښې اولګوې نو مال ستا شي. يعنې تر څو پورې چې مال زمونږ سره دے، مال زمونږه نه دے، مونږه د مال يو، مونږه د مال حفاظت کوو، هر وخت راسره ويره وي، چې په جيب کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami