Share this link via
Personality Websites!
انسان ته به هغه څه ميلاويږي څه چې يـې وړاندې ليږلي وي
يو ځل حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه سليمان بن عبد الـملک سره په سفر باندې روان شو. (پخوا به په اوښانو او اَسونو وغيره باندې سفر کيدو او د خادمانو په ذريعه به خيمې او د ضرورت سامان د مخکښې نه منزل ته رسولے شو د پاره د دې چې هلته د رسيدو نه مخکښې خيمې تيارې وي)، هم دغه رنګ خليفه سليمان بن عبد الـملک او نورو خلقو خپلې خيمې وړاندې اوليږلې خو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل سامان او خيمه مخکښې اونه ليږله. کله چې منزل ته اورسيدل نو هر کَس خپلې خيمې ته لاړو خو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته نه ښکاريدو، خليفه خادمانو ته اووئيل: لاړ شئ! هغوئي اولټوئ...!! چې اوئې لټولو نو هغوئي په دې حالت کښې ميلاو شول چې د يوې وَنې لاندې ناست دے او ډير زيات ژاړي. خليفه خبر کړے شو، هغه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه را اوغوښتو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: اے اَبُوحَفص (عمر بن عبد العزيز)! تاسو ولې ژاړئ؟ حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آخرت په فِکر کښې ډوب، د سبق نه ډک جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: ما ته د قيامت ورځ راياده شوه. اوګورئ! (تاسو ټولو خيمې مخکښې راليږلې وې، تاسو چې څنګه راغلئ نو خپلو خپلو خيمو ته لاړئ خو) ما د کور نه څه څيز مخکښې نه وو راليږلے، ځکه دلته ما ته هيڅ ميلاو نه شول، په قيامت کښې به هم دا حال وي، چا چې څه وړاندې ليږلي وي، هغه ته به هم هٰغه څه ميلاؤيږي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! واقعي چې د عبرت خبره ده، که مونږه خپل هر څه په دُنيا جوړولو کښې اولګوو، د آخرت د پاره هيڅ هم وړاندې اونه ليږو نو دنيا خو به ډيره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami