Share this link via
Personality Websites!
(2): قارُون ته دويم نصيحت
د بني اسرائيلو نيکانو بندګانو قارُون ته دويم نصيحت اوکړو او اوئې وئيل:
وَ ابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ (پارہ:20، قصص:76)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او کوم مال چې تا لره الله درکړے دے د هغې په ذريعه د آخرت کور طلب کړه.
دا هم ډير ښکلے نصيحت دے، الله پاک چې څه درعطا کړي دي *مال دے *دولت دے * ښه آواز دے * ښه صحت دے * ځواني ده * ساه ګانې دي * څه چې هم رَبّ درکړي وي په هغې سره دُنيا نۀ بلکې آخرت طلب کړئ!
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي الـمرتضٰی شير خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: خلقو! آخرت راروان دے، دُنيا روانه ده. په دې کښې د هر يو طلب ګار دي. تاسو د آخرت طلب ګار جوړ شئ! د دنيا طلب ګار مه جوړيږئ...!! ([1])
ځکه د آخرت طلب ګار جوړ شئ، چې دنيا روانه ده...!! که * مونږه خپله ځواني په دُنيا اولګوو نو دُنيا هم ختمه، ځواني هم ختمه * که مونږه خپل مال په دُنيا جوړولو اولګوو نو دُنيا هم ختمه، مال هم ختم...!! او که مونږه * خپله ځواني * خپل طاقت * خپل ذهانت * خپل سوچ * خپل صلاحيتونه * خپل مال د دنيا د پاره نۀ بلکې د آخرت د پاره اولګوو نو دا * ځواني * طاقت * مال او دولت که ختم هم شي خو آخرت به باقي پاتې وي. ځکه عقل مند هغه دے څوک چې د دُنيا نۀ بلکې د آخرت طلب ګار جوړ شي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami