Share this link via
Personality Websites!
کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو مونږه به هم د دوؤ جنّتونو حقدار جوړ شو.
تیرے ڈر سے سدا تھر تھراؤں خوف سے تیرے آنسو بہاؤں
کیف ایسا دے، ایسی ادا کی میرے مولیٰ تُو خیرات دیدے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه درې عبادتونه
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ولې چې امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره لرونکے وو، لہٰذا هغوئي به وخت نه ضائع کولو، خپل اکثر بلکې ټول وخت به يـې په نيکو کښې تيرولو. امام مالک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د ډيرې مودې پورې د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شوے يم، ما به هميشه هغوئي په دريو عبادتونو کښې په يو عبادت کښې مشغول ليدلو (1): يا خو به هغوئي په نـمونځ ولاړ وو (2): يا به يـې روژه وه (3): يا به د قرآنِ پاک په تلاوت کښې مشغول وو. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! هغوئي به د وخت څومره قدر کولو. آه! يو مونږ يو چې په فضولياتو کښې اخته اوسو، موبائل، سوشل ميډيا، فيس بُک، هوټلنګ، د دوستانو سره فضول ګپ شپ وغيره پته نه لګي زمونږ کوم کوم فضول مصروفيات وي. الله پاک دې زمونږه په حال باندې رحم اوکړي، کوشش کول پکار دي چې زمونږه زيات وخت په نيکو کښې تير شي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami