Share this link via
Personality Websites!
خلقو ډوډئ خورئ او هر اشنا نا اشنا کَس ته سلام کوئ! ([1]) * د حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د رحمان عبادت کوئ! په خلقو ډوډئ خورئ! او سلام عام کړئ! جنّت ته به په سلامتيا سره داخل شئ. ([2]) * په يو حديثِ پاک کښې دي: بے شکه په جنّت کښې داسې بالاخانې دي د کومو بهر والا حصه چې د دننه نه او دننه حصه د بهر نه ښکاري. عرض اوکړے شو: دا به د چا د پاره وي؟ اوئې فرمائيل: څوک چې ښه خبره اوکړي، په خلقو ډوډئ اوخوروي، هميشه روژې نيسي او هغه وخت قيام کوي (يعنې نـمونځ کوي) چې کله خلق اُوده وي. ([3]) * د حضرت جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د نبيانو نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مِنْ مُوجِبَاتِ الْمَغْفِرَةِ اِطْعَامُ الْمُسْلِمِ السَّغْبَانِ په وَږي مسلمان ډوډئ خوړل د مغفرت واجب کوونکو اعمالو نه دے. ([4])
صَــلُّـوْا عَـلَـی الْحَبِيْب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د امام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ښکلو عادتونو کښې دا هم دي چې هغوئي به مرګ په کثرت سره يادولو. د هغوئي مبارک عادت وو چې د شپې به يـې هديرې ته تشريف وړلو او فرمائيل به يـې! اے قبر والؤ! څه خبره ده؟ زه تاسو سره خبرې کووم او تاسو جواب نه راکوئ...؟ بيا به يـې فرمائيل: افسوس! زما او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami