Share this link via
Personality Websites!
پاره د مهي انتظام اوکړه د پاره د دې چې د هغه چې کومه نيکي پاتې ده، د هغې بدله هم هغه ته په دنيا کښي ميلاو شي (او هغه د آخرت د پاره بالکل کنګال او خالي لاسونه پاتې شي) زه د هغه غير مسلمه د پاره د مهي انتظام کولو د پاره تلے ووم.
هغه فرښتې د خپلې خبرې پوره کولو نه پس د بَلې فرښتې نه پوښتنه اوکړه: تاسو چرته ځئ؟ اوئې وئيل: په فلانکي ښار کښې يو مسلمان دے، د هغه هم آخري وخت دے، د هغه چې څومره ګناهونه وو، د هغې ټولو په بدله کښې د هغه ازميښتونه شوي دي، اوس د هغه په اعمال نامه کښې هيڅ ګناه پاتې نه ده، بس يوه ګناه پاتې ده، په خپلو آخري ساعتونو کښې هغه تږے دے او هغه اوبه څښل غواړي، ما ته حکم شوے دے چې د هغه نه اوبه واړووم د پاره د دې چې د دې ازميښت په بدله کښې د هغه آخري ګناه هم ورانه کړے شي او هغه د ګناهونو نه بالکل پاک صفا د دنيا نه رخصت شي...!!
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زما د رحمٰن او رحيم رَبّ...!! مونږه د هغه بندګان يو، که هغه مونږ ته خوشحالئ راعطا کړي يا مو په ازميښت کښې واچوي، دا د هغه رضا ده، په هر حال کښې هم د هغه احسان دے خو قربان شم! د هغه رحمت څومره فراخه دے، مونږه ګناهونه کوو، ځان د دوزخ حقدار جوړوو او زمونږه قادر او قيوم رَبّ په مونږ باندې ازميښتونه راليږي او [د هغې په ذريعه] زمونږه ګناهونه ورانوي او زمونږ د پاره د جنّت لاره آسانوي.
خير په ژوند کښې ازميښتونه راځي، غريبي هم راځي، تنګ لاسي هم راځي، مشکلات هم راځي، پريشانئ هم پيښيږي، بعضې وخت بنده سره ظلم هُم کيدے شي. په دې حالاتو کښې مونږ له پکار دي چې صبر اوکړو او د ټولو نه اهمه ذمه واري کومه چې په داسې وخت کښې په مونږ باندې راځي، هغه دا ده چې مونږه د خپل ايمان پوره حفاظت اوکړو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami