Share this link via
Personality Websites!
ورسره دي. آخر داسې ولې؟ د دې ډير ساده شان جواب دے، په حديث شريف کښې فرمائيلے شوي دي: اَلدُّنْیَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَ جَنَّۃُ الْکَافِر دنيا د مسلمان د پاره قيد خانه ده او د کافِر د پاره جنّت ده.
اوس پخپله غور اوکړئ چې په قيد خانه کښې څه وي؟ ازميښتونه، مشکلات، سختې وي. لہٰذا مونږ مسلمانان يو نو په دې دنيا کښې به په مونږ باندې ازميښتونه راځي.
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ یُّتْرَكُوْۤا اَنْ یَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَ هُمْ لَا یُفْتَنُوْنَ(۲) (پارہ:20،العنکبوت:2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: آيا خلقو دا ګڼـلي دي چې هغوئي به صرف دومره خبره باندې پريښودے شي چې هغوئي وائي: ”مونږه ايمان راوړلو‘‘ او د هغوئي ازميښت به نه اخستلے کيږي؟
په تفسير صراط الـجنان کښې دي: د دې نه معلومه شوه چې د مسلمانانو د ايماني قوت مطابق د هغوئي امتحان اخستل، د الله پاک قانون دے. بيماري، ناداري، غريبي، مصيبت، دا هر څه د الله پاک د طرف نه راتلونکي ازميښتونه دي او د دې په ذريعه په مخلصانو او منافقانو کښې فرق کيږي. ([1])
ازميښتونه په ښو [خلقو] باندې راځي
د حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي؟ لوئے ثواب، د لوئي مصيبت سره دے او کله چې الله پاک د يو قوم سره محبت فرمائي نو په هغوئي باندې ازميښتونه راولي، بس څوک چې په دې باندې راضي شو د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami