Share this link via
Personality Websites!
بادشاه چې دا طريقه واوريده نو ډير خوشحاله شو، فوراً خلق راجمع کړے شول، په يو ډاګه ميدان کښې د کجورې تنه اولګولے شوه او په هغې پورې هغه وَلِـیُّ الله اوتړلے شو، بيا بادشاه غشے په لينده کښې کيښودو، لينده يې راښکله او اوئې وئيل: بِسْمِ اللہِ رَبِّ الْغُلَام [يعنې] د الله پاک په نوم چې د دې ځلمي رَبّ دے. دا يې چې اووئيل نو بادشاه غشے اُوويشتو، په غشي د هغه وليِ کامل د غوږ او د تندي مينځ اولګيدو او ساه ئې اوختله.
کله چې خلقو دا قيصه اوليده نو هغه بادشاه چې ځان يـې خدائے ګڼلو، د هغه ټول کوششونه ناکام شول، آخر هم د هغه ځلمي د رَبّ تعالٰی نوم پکار راغے نو هغوئي پوهه شول چې رښتونے خدائے دا بادشاه نۀ بلکې د دې ځلمي رَبّ دے، نو هغوئي ټولو کلمه اولوستله او د دينِ حق پيروکار [يعنې منونکي] جوړ شول.
بيا خو بادشاه له ډيره غصه ورغله، د هغه د دروغو د خدائي دعویٰ معلومه شوه، خلقو هغه پريښودے وو او په يو حقيقي خدائے باندې ئې ايمان راوړے وو، لہٰذا بادشاه د غصې نه حکم اوکړو چې: د کوڅو په غاړو کښې دې خندقونه [کندونه] اوکنستے شي او په هغې کښې دې وور بَل کړے شي، د بادشاه حکم پوره کړے شو، بيا بادشاه حکم اوکړو چې کوم کَس خپل دين پريږدي او ما خدائے نه مني، هغه دې وور ته اوغورځولے شي. د بادشاه په دې حکم هم عمل اوکړے شو، تر دې چې يوه زنانه راغله، د هغې په غيږه کښې يو ماشوم ځوي وو، د هغې ايماندارې زنانه سره خو خپل هيڅ فِکر نه وو، البته د مور مينه په جوش کښې راغله او هغه مور چې خپل بچے اوليدو نو لږه ويريدله (يعنې وور ته د وردانګلو نه لږه اودريدله)، په دې باندې هغه ماشوم اووئيل: مورې! صبر اوکړه...!! پريشانه کيږه مه، بے شکه تۀ په رښتوني دين باندې يې. ([1]) بيا هغه ماشوم او د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami