Share this link via
Personality Websites!
په دې آيتونو کښې د کندې والؤ ذکر اوشو؟ دا د کندې والا څوک دي؟ د دوئي څه واقعه ده؟ د دې تفصيل د حديثِ پاک په مشهور کتاب مسلم شريف کښې دے. اوږد حديثِ پاک دے، د دې مختصر بيان دا دے چې په پخوانو قومونو کښې يو بادشاه وو، کوم چې به د خدايئ دعویٰ کوله. خلقو به هغه خپل خدائے منلو او د هغه عبادت به يې کولو. قدرت ته د هغه قوم هدايت منظور شو، الله پاک د هغه قوم يو ځلمي ته هدايت عطا کړو، هغۀ ته د يو نيک ايماندار بنده صحبت نصيب شو، د کوم په برکت چې هغه کلمه اولوستله او د دينِ حق منونکے جوړ شو. الله پاک هغه ځلمي له اوچت مقام ورکړو، هغۀ ته يې د خپل ولايت تاج ورپسر کړو او د هغه نه کرامات ظاهريدل شروع شول، د هغه د دعا په برکت به ړندو او د برګي مريضانو ته شفا نصيب کيدله، څه موده پس د هغه شهرت تر بادشاه پورې هم اورسيدو. ولې چې د بادشاه د دروغو د خدايئ دعویٰ او د هغه ټوله ډرامه په خطره کښې د پريو خطره وه. ځکه چې د دغه وَلِـیُّ الله په دعاګانو باندې ړندو ته [او نورو بيمارانو ته] هُم داسې شفا ميلاويدله نو بادشاه خو به خلق خُدائے نه مني، ځکه بادشاه د هغه وَلِـیُّ الله د وژلو کوششونه اوکړل خو
فانُوس بن کے جس کی حفاظت ہَوا کرے
وہ شمع کیا بجھے جسے روشن خُدا کرے
بادشاه ډير کوششونه اوکړل، کله يې د غر د څُوکې نه ښکته د راغورځولو کوشش اوکړو، هغه هم ناکام شو، کله يې د سمندر مينځ ته د غورځولو او په اوبو کښې د ډوبولو کوشش اوکړو، هغه هم ناکامه شو، آخر هغه وليِّ کامِل پخپله اووئيل: اے بادشاه! که تۀ ما شهيد کول غواړې نو د دې يوه طريقه ده، په يو فراخه ميدان کښې ټول خلق راجمع کړه! ما د کجورې په تنه پورې اوتړه او د بِسْمِ اللہِ رَبِّ الْغُلَام وئيلو سره ما په غشي اُووله!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami