Share this link via
Personality Websites!
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين: (1): د الله پاک انتروشے [پرنجے] خوښ دے ([1]) (2): کله چې چا له انتروشے ورشي او هغه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ اووائي نو فرښتې وائي: رَبِّ الْعٰلَمِیْن او که چرې هغه رَبِّ الْعٰلَمِیْن اووائي نو فرښتې وائي: یَرْ حَمُکَ اللہ يعني الله پاک دې په تا رحم اوکړي ([2])
اے عاشقانِ رسول! د پرنجي په وخت سر ښکته کوئ، خُله پټوئ او آواز په ورو کوئ، د پرنجي آواز اوچتول کم عقلي ده. * په پرنجي راتلو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيل پکار دي. بهتره دا ده چې اَلْحَمْدُ للہ رَبِّ الْعٰلَمِیْن یا اَلْحَمْدُ للہ عَلیٰ کُلِّ حَال اووائې. * په اوريدونکي واجب دي چې سمدستي یَرْ حَمُکَ اللہ . (يعني الله دې په تا رحم اوکړي) اووائي، او دومره په زوره دې اووائي چي پرنجے کوونکے يې پخپله واوري. * د جواب اوريدو سره دې انتروشے [پرنجے] کوونکے اووائي: ’’ یَغْفِرُ اللہ ُ لَنَا وَلَکُمْ .‘‘ (يعني الله پاک دې زمونږه او ستاسو بخښنه اوکړي) يا دې دا وائي: ’’ یَھْدِیْکُمُ اللہُ، وَ یُصْلِحُ بَالَکُمْ .‘‘ (يعني الله پاک دې تاته هدايت اوکړي او ستا حال دې ښه کړي). * څوک چې په پرنجي راتلو اَلْحَمْدُ لِلہِ عَلیٰ کُلِّ حَال. اووائي او خپله ژبه په ټولو غاښونو راکاږي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د غاښونو د بيمارئ نه به محفوظ اوسي. * مولائے کائنات علیُّ المُرتَضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: څوک چې په پرنجي (يعني انتروشي) راتلو اَلْحَمْدُ لِلہِ عَلیٰ کُلِّ حَال اووائي نو په هغه به د غاښ او غوږ درد چرې هم نه راځي. * پرنجي کوونکي له پکار دي چې په زوره حمد اووائي د پاره د دې چې څوک يې واوري او جواب ورکړي. * د پرنجي جواب يو ځل واجب دے، که په دويم ځل پرنجے اوکړي او هغه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ اووائي نو بيا جواب واجب نه دے بلکه مستحب دے * جواب به په هغه حالت کښې واجب وي کله چې پرنجي کولو والا اَلْحَمْدُ لِلّٰہ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami