Share this link via
Personality Websites!
اسلامي په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني مذاکره هم ده.
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي ضيائي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د ماسخُتن د نـمانځه نه پس په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاکره کوي يعني د ټولې دنيا نه د عاشقانِ رسول د پوښتنو د عِلم او حکمت نه ډک جوابونه ارشاد فرمائي. تاسو هم پابندئ سره د مدني مذاکرې کتلو، اوريدلو کوشش کوئ.
د منډي بهاؤ الدين (صوبه پنجاب، پاکستان) د اوسيدونکي يو اسلامي ورور د ليک خلاصه ده چې د دعوتِ اسلامي ماحول ته راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو په هلاکوونکو کندو کښې در په در ټوکرې خوړلې. هر وخت به مې په زړه او دماغو کښې د فيشن خيال وو او د نيکو نه لرې د دنيا په رنګينو کښې مې ژوند بربادولو. يو ځل يو مبلغ د دعوتِ اسلامي زيرانتظام کيدونکي د آخرئ عشرې د اجتماعي اعتکاف ډير ښه ترغيب راکړو، د هغې په نتيجه کښې د الله پاک په فضل او کرم سره ما ته د اعتکاف سعادت رانصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړه راښکونکي بيانونه، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارې مې ډيرې خوښې شوې، په کرم د پاسه کرم دا چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او د ژړا نه ډکو دُعاګانو مې د زړه نه د ګناهونو زنګ لرې کړو. زما د ګناهونو د تورو تيارو ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا خوره شوه. ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه اوکړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت [يعنې د مُريد کيدلو] شرف هُم حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ګيره مبارکه مې پريښوده، عِمامه مې په سر کړه او د سُنَّتو نه ډک ژوند تيرولو د پاره مې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول اختيار کړو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami