Share this link via
Personality Websites!
شوے لاس مې ورته اوښودو نو هغه هم په ژړا شو او اوئې وئيل: زما وروره! ما تۀ معاف کړې. ما هغه ګواه جوړ کړو او بيا د پاره مې په چا باندې د ظلم کولو نه توبه اوکړه. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يوه ډيره خطرناکه باطني بيماري ده: د قوت نشه. مونږ له دا بيماري په ځان کښې ختمول پکار ده ځکه چې ظلم عموماً هغه کوي په چا کښې چې د قوت او طاقت نشه وي.
تاریخِ اُمَمْ کا یہ پیامِ ازلی ہے اے صاحبِ نظراں! نشۂ قُوَّت ہے خطرناک
دا هم ياد ساتئ! د طاقت او قوت په نشه کښې طاقت ضروري نه دے، ډير ځل بعضې کس طاقت نه لري، خو په خپل ګمان کښې ځان طاقتور ګڼي. مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
نَفْسِ کَسْ رَا فِرْعَوْن نیست لَیْک اُوْ رَا عَوْن کَسْ رَا عَوْن نیست
ترجمه: څوک دے د چا چې نفسِ اَمَّاره فرعون نه دے، خو! د مصر فرعون ته تخت ميلاو شوے وو، هر چا ته تخت نه ميلاويږي.
دا اصل خبره ده، څوک چې په ځان کښې د طاقت او قوت دا نشه ختمه کړي، ځان لوئے نه ګڼې، خپل نفس قابو کښې ساتي يعنې په ځان کښې دننه فرعون مړ کړي نو په حقيقت کښې هغه کَس د ظلم نه بچ کيدے شي. په معاشره کښې غور اوکړئ! څوک چې عاجزئ والا وي، هغه چرې هم نورو له تکليف نه ورکوي، که په ناخبره کښې کله چا ته څه اووائي نو هم زر ترينه معافي اوغواړي او څوک چې د عاجزئ والا نه وي، څوک چې خپل ځان څه ګڼي، هغه په وړه وړه خبره جګړې ته بَډې وهي.
ځکه مونږ ته پکار دي چې خپل دننه فرعون (يعنې نفسِ اماره) قابو کړو، عاجزي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami