Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښه نيت بنده جنت ته بوځي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د سورۀ بُرُوج مختصر تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سُورۀ بُرُوج د قرآنِ کريم يو مختصر سُورت دے، کوم چې په ديرشمه سيپاره کښې دے. په دې کښې صرف يوه رکوع او 22 آيتونه دي. د ستورو منزلونو ته بُرُوج وئيلے شي، په دې سورت مبارک کښې په شروع کښې د بُرجونو والا آسمان ذِکر دے، په دې مناسبت سره دې سورت ته سورۀ بُرُوج وئيلے شي. د دې سورت مبارک په شروع کښې يو د سبق نه ډکه، عبرتناکه او ايمان تازه کوونکې واقعه بيان شوې ده. الله پاک ارشاد فرمائي:
قُتِلَ اَصْحٰبُ الْاُخْدُوْدِۙ(۴) النَّارِ ذَاتِ الْوَقُوْدِۙ(۵) اِذْ هُمْ عَلَیْهَا قُعُوْدٌۙ(۶) وَّ هُمْ عَلٰى مَا یَفْعَلُوْنَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ شُهُوْدٌؕ(۷) وَ مَا نَقَمُوْا مِنْهُمْ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِۙ(۸) (پارہ:30،اَلْبُرُوج:4-8)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د کندې والؤ باندې دې لعنت وي (۴) د لـمبې وهونکي وور والا (۵) چې کله هغوئي د هغې په غاړو باندې ناست وو (۶) او هغوئي پخپله په هغې ګواه دي څه چې هغوئي مسلمانانو سره کول (۷) او په هغوئي د مسلمانانو له طرفه صرف هُم دا خبره بده اولګيده چې هغوئي په هٰغه اللہ ايمان راوړو، چې هغه د ډير عِزَّت والا، د هر تعريف لائق دے (۸)
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami