Share this link via
Personality Websites!
حديثِ پاک لاندې ليکي: د ورور نه مُراد مسلمان ورور دے يعنې څوک چې يو مسلمان ته بے قصوره په سخت نظر بد بد اوګوري او هغه اُوويروي، ګنې قصور وار ته بد بد کتل او هغه ويرول ضروري دي. (نور ليکي:) د دې نه اشارةً معلومه شوه چې مسلمان ورور ته د رحمت په نظر کتل ثواب دے چې الله پاک به داسې کس ته د کرم په نظر ګوري. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! څومره ښکلې خبره ده، که مونږه چا ته بد بد اوګورو او په هغه بد اولګي، تکليف ورته اورسي، مونږ ته د دې هم اجازت نشته. کاش چې مونږ د خلقو خير خواه، د خپلو مسلمانانو وروڼو سره محبت لرونکي، نيک، همدرد او رحمدله مسلمان جوړيدو کښې کامياب شو.
يو کَس به د حضرت حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مجلس ته راتللو او خلقو له به يې تکليف ورکولو، کله چې د هغه د شرارتونو سلسله د حد نه زياته شوه نو هغوئي دعا اوفرمائيله: اے الله پاکه! تۀ د دې کَس [خلقو ته] د تکليف ورکولو نه ښه خبر يې، تۀ چې څنګه غواړې مونږ ته د ده په معامله کښې کفايت راکړې. هم هغه وخت هغه کَس راپريوتو او مړ شو او د هغه مړے په کټ کښې واچولے شو او د هغه کور ته يوړے شو. ([2])
د هلک په ښپه باندې يې ښپه راغله
د حضرت مِسعَر بن کِدام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے: يوه ورځ مونږ د امامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره په يو ځائے تيريدلو چې په بے خيالئ کښې د امامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپه مبارکه د يو هلک په ښپه د پاسه راغله، هلک چغه ووهله او د هغه د خُلې نه بے اختياره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami