Share this link via
Personality Websites!
نن سبا په مونږ کښې دا عيب ډير زيات دے، د پيشې، نسب يا غريبئ وغيره په وجه مسلمان ورور سپک ګڼو چې هغه پنجابے دے، هغه بنګالے دے، هغه سندهے دے، هغه سرحدي دے، اسلام دا ټول فرق ختم کړے دے. د شاتو مچئ چې د مختلفو ګلونو رَس اوڅښي نو هغې ته شات وئيلے شي. مختلف لرګي چې اوسيزلے شي نو هغې ته اِيره وئيلے شي. هم داسې چې د حُضُور (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) لـمن يې اونيوله نو ټول مسلمانان يو شول، که حبشي وي او که رُومي! ([1])
دامنِ مصطفےٰ سے جو لپٹا یگانہ ہوگیا
جس کے حضور ہوگئے اس کا زمانہ ہوگیا
په طَبَرانِی شريف کښې دي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عبرت نه ډک فرمان دے: مَنْ اٰذَی مُسْلِمًا فَقَدْ اٰذَانِیْ وَمَنْ اٰذَانِیْ فَقَدْ اٰذَی اللہَ (يعنې) چا چې (بغير د څه شرعي وجهې نه) کوم مسلمان له تکليف ورکړو هغه ما له تکليف راکړو او چا چې ما له تکليف راکړو هغه الله پاک له تکليف ورکړو. ([2])
خدایا! کسی کا نہ دل میں دکھاؤں
اماں تیرے اَبَدی عذابوں سے پاؤں
حضرت فُضَيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائيلي دي چې سپي او خِنزير له هم ناحقه تکليف ورکول حلال نه دي نو مسلمانانو له تکليف ورکول څومره بدترين جرم دے. ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami